د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی چې د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له زیانمنو شویو کورنیو سره یې ۷ میلیونه او ۵۸۵ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.
د دغې خونې د خبرپاڼې له مخې، د خونې مشر سید کریم هاشمي دغه مرسته نورستان ته د طالبانو د حکومت د رییسالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یوه پلاوي د سفر پر مهال اعلان کړه.
دا مرسته داسې مهال اعلانېږي چې د نورستان وروستیو سېلابونو ګڼو کورنیو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي او زیانمن شوي خلک د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

