سه شنبه, اگست 4, 2026
Homeامنیتپر جوماتونو د پاکستاني پوځ بریدونه؛ په پښتونخوا کې یې په تېرو...

پر جوماتونو د پاکستاني پوځ بریدونه؛ په پښتونخوا کې یې په تېرو څو میاشتو کې ګڼ جوماتونه ویجاړ کړي

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د تیرا درې په «بوتان شریف» سیمه کې یو جومات د هوايي برید له امله ویجاړ شوی دی.

ځايي سرچینې وایي، دغه جومات د پاکستاني پوځ د هوايي عملیاتو په ترڅ کې په نښه شوی.

تراوسه په برید کې د نورو ځاني او مالي تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي. خو د تیرا دره له اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني پوځ د عملیاتو له سیمو ده او هلته د پوځي عملیاتو له امله د ملکي وګړو د زیانونو راپورونه هم ورکول کیږي.

سرچینې ادعا کوي چې په تېرو درېیو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۲۰ جوماتونه د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو او چاودېدونکو توکو له امله زیانمن شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي او منتقدین وایي، پر مذهبي ځایونو بریدونه د خلکو اندېښنې زیاتوي او له پاکستاني پوځ غواړي چې د داسې عملیاتو په اړه وضاحت ورکړي او د ملکي او مذهبي ځایونو خوندیتوب تضمین کړي.

تر اوسه پاکستاني چارواکو د دغو ادعاوو اړه څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here