ټیلیګرام اعلان کړی چې کاریال یې د اپل له اپ سټور له لنډمهاله لېرې کېدو وروسته بېرته فعال شوی دی.
د ټیلیګرام په وینا، له اپ سټور یې ځکه د دغه کاریال لېرې کړی و چې د یوه کاروونکي له خوا د ماشومانو د جنسي ځورونې اړوند مواد په کې شریک شوي وو.
ټیلیګرام وایي، یاد مواد یې حذف کړي او اړوند حساب یې بند کړی نو ځکه کاریال بېرته اپ سټور ته راوګرځول شو.
اپل هم ویلي چې د اپ سټور د اصولو د څارنې پر مهال یې داسې محتوا موندلې وه چې له مقرراتو سره یې سمون نه درلود، خو د ستونزې له حل وروسته ټیلیګرام ته اجازه ورکړل شوه چې بېرته په اپ سټور کې فعال اوسي.
ټیلیګرام ټینګار کړی چې د ماشومانو د جنسي استحصال اړوند محتوا پر وړاندې د صفر زغم تګلاره لري او د داسې موادو د مخنیوي لپاره یې ګڼ شمېر ډلې او چینلونه بند کړي دي.

