سه شنبه, اگست 4, 2026
Homeسیاستد محسن نقوي څرګندونو په پاکستان کې د حکومتولۍ د بدلون اټکلونه...

د محسن نقوي څرګندونو په پاکستان کې د حکومتولۍ د بدلون اټکلونه زیات کړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وروستیو څرګندونو په دغه هېواد کې د حکومتولۍ د احتمالي بدلون او د واکمن جوړښت په اړه سیاسي بحثونه تاوده کړي دي.

راپورونه وایي، د نقوي وروستۍ څرګندونې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د حکومت او د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر تر نفوذ لاندې کړیو ترمنځ د اړیکو د خرابېدو ښکارندویي کوي.

محسن نقوي، چې د پوځ له مشر عاصم منیر سره نږدې کس بلل کېږي، ادعا کړې چې د پاکستان په تاریخ کې تر ټولو لویه د فساد قضیه موندل شوې او په کې قاضیان، سیاستوال، دولتي چارواکي او بانکوال ښکېل دي، خو د کوم شخص نوم یې نه دی اخیستی.

د دغو څرګندونو له اظهار وروسته په پاکستان کې د حکومتولۍ د احتمالي بدلون، د شهباز شریف د حکومت او محسن نقوي ترمنځ د اختلافاتو او د ملکي حکومت او پوځ د اړیکو د خرابېدو په اړه اټکلونه زیات شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here