تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) په خپل کلني راپور کې ادعا کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې یې زرګونه بریدونه ترسره کړي او د پاکستان امنیتي ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.
د دې ډلې په وینا، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې یې له ۳۵۰۰ زیات بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۳۸۱۸پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي چې د دغو بریدونو پر مهال زرګونه پاکستاني سرتېري وژل شوي او ټپیان شوي دي.
ټيټيپي همداراز ادعا کړې چې لسګونه کسان یې تښتولي او د بریدونو پر مهال یې پوځي وسلې او وسایط هم نیولي دي.
د راپور له مخې، د بریدونو ډېره برخه په خیبر پښتونخوا کې شوې، په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو، ډېره اسماعیل خان او لکي مروت کې.
دغه ډله وایي چې بلوچستان او پنجاب هم د بریدونو له پلوه اغېزمن شوي دي.
بل لور ته، د جنوبي اسیا د ترهګرۍ اړوند معلوماتي مرکز ویلي چې ۲۰۲۵ کال د پاکستان لپاره په تېره یوه لسیزه کې تر ټولو خونړی کال و، چې نږدې څلور زره کسان پکې وژل شوي دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د ټيټيپي د دې راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

