د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن به پر ټولو هغو تحریمشویو نفتکشونو بشپړه او کلکه محاصره ولګوي چې ونزوېلا ته داخلېږي او یا ترې وځي.
نوموړي همداراز د ونزوېلا حکومت د «بهرنۍ ترهګرې ډلې» په توګه ونوماوه.
ټرمپ د ټروت سوشیال له لارې ویلي، د ونزوېلا رژیم د امریکا د شتمنیو د غلا، ترهګرۍ، د نشهيي توکو او انساني قاچاق له امله د ترهګر سازمان په توګه پېژندل شوی دی.

د هغه په وینا، امریکا به اجازه ورنه کړي چې کوم هېواد یا حکومت د امریکا ملي ګټې وګواښي او یا یې شتمنۍ په دښمنانه ډول تر خپل واک لاندې راولي.
دا پرېکړه یوه اوونۍ وروسته له هغې اعلان شوه چې امریکايي ځواکونو د ونزوېلا له سواحلو سره نږدې یو تحریمشوی نفتکش توقیف کړ.

