لیکوال: احمد شاه ساحل
منظور پښتین د پاکستان په تاریخ کې هغه لومړنی مخالف رهبر دی چې د پاکستاني حکومتونو له لوري تر ټولو سختو او پراخو بندیزونو لاندې دی. د ده له را څرګندېدو راهیسې، په پاکستان کي درې حکومتونه بدل شوي او هر یوه یې په خپل وار سره، تر مخکیني هم زیات فشار او محدودیتونه پرې لګولي دي.
پښتین هغه لومړنی سولهییز رهبر دی چي د پاکستان له لوري یې «له ضمانت پرته د نیوني» هڅي روانې دي. لومړنی سیاسي رهبر دی چي د پاکستان له ټولو سیاسي او ټولنیزو حقونو عملاً محروم شوی. همدا اوس نه د پاکستان پاسپورټ ترلاسه کولی شي، نه تذکره لرلی شي، نه مخابراتي سیمونه کارولی شي او حتی له یوه ځای بل ځای ته د آزاد سفر اجازه هم نه ورکول کېږي. یا په بل عبارت، هغه لومړنی ولسي رهبر دی چي د خپل ولس منځ ته د تګ اجازه هم نه لري. پر غونډو، جلسو او هر ډول اعتراضي فعالیتونو یې کلک بندیزونه لګېدلي دي.
لنډه دا چې منظور پښتین دا مهال په سیاسي لحاظ د بنګال له ازادي اخیستونکي رهبر شیخ مجیب الرحمن او ټولو پخوانیو او اوسنیو پښتنو مشرانو هم سخت حالت تجربه کوي. تر دې لا مهمه دا چې اوس منظور د پاکستان پر وړاندې له شیخ مجیب الرحمن هم په جدي موقف کې دی او په وړاندې یې له هغه سخت دریځ لري. مجیب الرحمن سر له دې چې په خپله مبارزه کې نهایت ریښتنی او جدي و، خو بیا یې هم تر وروستۍ ورځې پورې د پاکستان پر پارلمان، ټاکنو او سیاسي اصلاحاتو یو ډول باور درلود او د بدلون لپاره یې له همدغو لارو کار اخیست. خو منظور پښتین له لومړۍ ورځې دا لارې بې اعتباره او ناکامې بللي او رد کړي دي.
بناً، د پایلې په توګه وایو چې د منظور پښتین په اړه غوښتنې او قضاوتونه باید د هغه د امکاناتو، شرایطو او موجوده واقعیتونو په رڼا کې وشي، نه د شخصي احساساتو او سلیقو پر بنسټ.
دویم: له دې ټولو محدودیتونو، فشارونو او ستونزو سره سره، منظور تراوسه یو اینچ هم له خپلې داعیې، دعوې او کیسې پر شا نه دی تللی. برعکس، ورځ تر بلې پرې لا ټینګ ولاړ شوی او حتی نویو او لویو مسایلو ته یې پام اوښتی. یعنې که پاکستان د وزیرستان، کوټې او پېښور ترمنځ د پښتنو پر یووالي اعتراض درلود، ده دا بحث تر کابل، کندهار او خوست پورې وغځاوه. که هغوی پرې د «پښتون، پښتون» ناره محدودوله، ده موضوع د «افغان، افغان» پراخې داعیې ته واړوله. که هغوی یې د څلورو غوښتنو منلو ته هم تیار نه وه، ده خپلې غوښتنې تر سلو پورې ورسولې. که پاکستان یې تر خپل حاکمیت لاندې اعتراضونه محدود کړل، ده یې له حاکمیته بهر او د نړۍ په کچه خپل غږ پورته کړ.
نو په ټوله کې ویلی شو چې منظور پښتین تر دې دمه په خپلو سیاسي او مزاحمتي هڅو کې بریالی روان دی او د مبارزې همدا اوسنی شکل یې منطقي او د حالاتو سره سم دی. سره له دې چې د بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره مخ دی، خو بیا یې هم له ډېرو، ډېر کار کړی. نه یوازې د پښتونخوا لپاره، بلکې د بر وطن لپاره هم په دې وروستیو کي د نړۍ په ګڼو مطرحو هېوادونو کي د یو اعتراضي او سیاسي غږ په توګه ثابت شوی. هو، کېدای شي د فعالیتونو سرعت به یې کله ناکله کم شوی وي، خو دا هرګز د شاته تګ مانا نه لري، بلکې د هرې مبارزې طبیعي قانون وي چي انسان به د زمان او مکان د شرایطو سره سم ګام اخلي، او منظور پښتین همدغسې کوي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

