پنجشنبه, اگست 6, 2026
Homeافغانستاندوا خان مینه‌پال چې د جګړې په وروستیو ورځو کې ووژل شو،...

دوا خان مینه‌پال چې د جګړې په وروستیو ورځو کې ووژل شو، نن یې د مړینې پنځم تلین دی

نن د افغانستان د ولسمشرۍ ریاست د رسنیو مرکز مشر او د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال د وژل کېدو پنځه کاله پوره شول.

مینه‌پال د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۶مه د کابل ښار د دارالامان په سیمه کې په یو وسله‌وال برید کې ووژل شو. هغه مهال طالبانو د دغه برید مسوولیت ومانه او د ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پېښې پخلی کړی و.

دوا خان مینه‌پال د رسنیو په ډګر کې د کار اوږده مخینه لرله او وخت ناوخت یې له شعر او لیکوالۍ سره هم مینه او ذوق پاللو.

د هغه له مړینې پنځه کاله وروسته، یو شمېر افغانانو او د رسنیو فعالانو د نوموړي یاد تازه کړی او د کارونو او شخصیت ستاینه یې کړې ده.

مینه‌پال به ویل: «پښتون باید دوا خان او تخلص یې مینه‌پال وي» چې دا خبره د هغه له نوم او شخصیت سره تړلې مشهوره شوې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here