پنجشنبه, اگست 6, 2026
Homeښځېافغان سوک وهوونکی؛د سکاټلنډۍ مېرمنې د وژنې په تور محکمې ته وړاندې...

افغان سوک وهوونکی؛د سکاټلنډۍ مېرمنې د وژنې په تور محکمې ته وړاندې شوی

په یونان کې د ۳۸ کلنې سکاټلنډۍ مرستندویې الیزابت جېن راس د وژنې په تړاو نیول شوی ۲۶ کلن افغان سوک‌وهونکی شریف احمدزی د اتن محکمې ته وړاندې شوی، خو د وژنې تور یې رد کړی دی.

د یونان د پولیسو د معلوماتو له مخې، د امنیتي کمرې انځورونه ښيي چې احمدزی د هغې له ورکېدو وروسته یو لوی بکس یوې متروکې ودانۍ ته وړي. د راس جسد د جولای په ۱۸مه د اتن د کیپسېلي په سیمه کې د همدې بکس دننه وموندل شو، له موندل کېدو درې ورځې وړاندې نوموړې ورکه شوې وه.

څېړونکي وايي، د احمدزي د ګرځنده ټیلیفون معلومات، د امنیتي کمرې ثبت شوې ویډیوګانې او بانکي اسناد د قضیې له مهمو شواهدو دي. پولیس ادعا کوي چې د راس له مړینې وروسته د هغې بانکي کارتونه کارول شوي او له حسابه یې نغدې پیسې هم ایستل شوې دي.

احمدزی بیا ویلي چې ښځه یې نه ده وژلې، بلکې هغه یې مړه موندلې او د وېرې له امله یې جسد په بکس کې ایښی او له هغه ځایه یې لېږدولی دی. یوناني څارنوالان دا ادعا نه مني او د قصدي وژنې، غلا او د وسلو د ناقانونه ساتلو تورونه یې هم پرې لګولي شوي.

د راپورونو له مخې، د راس د مړینې کره لامل لا هم نه دی روښانه شوی او یوناني چارواکي د عدلي طب او زهرجنو موادو د ازموینو وروستیو پایلو ته انتظار باسي.

تر اوسه پر احمدزي لګېدلي تورونه په محکمه کې نه دي ثابت شوي او قضیه لا هم تر عدلي څېړنو لاندې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here