لیکوال: نجیب الله علي خیل
اسلام آباد کې د افغانستان پخوانی سفیر
د واخان دهلېز یا کوریډور د سلګونو كلونو لپاره د ورېښمو لارې په زړه کې پروت وه او د چین ښارونه یې له مدیترانې بحیرې سره وصلول. واخان یوازنی نژدی مسیر ده چې افغانستان له چین سره نښلوي چې د بدخشان ولایت نه تر ګډ سرحد پوری نژدې ۳۵۰ کیلو متره اوږدوالۍ لري.
دغه دهلېز د دواړو هېوادو او سیمې د اقتصادي پراختیا او سوداګرۍ لپاره ارزښمن لرلید یا دورنما لري او له بل پلوه دا کولای شي افغانستان د ځینو ګاونډیو له احتیاج نه چې زیاتره وخت د ترانزیت او تجارت برخه کې ستونزې جوړوي، خلاص کړي.
په کال ۲۰۱۷ کې د افغانستان او چین د ګډې سرحدي پولې د لیدو پر وخت، افغاني هیئت د واخان کوریډور په مسیر سفر وکړ چې د چین لوري له کاشغر تر سرحدي سیمې شاو خوا ۸۰ کیلو متره سرک جوړ کړی او زیاتره برخه یې قیر هم ده. دغه هېواد د اقتصاد محوره پالیسۍ پر اساس، دغه دهلېز ته ځانګړۍ اهمیت ورکوي، خو په افغانستان کې د څو لسیزو نا امنیو او جیو پولیتیکي سیالیو یې مخ ته خنډونه جوړ کړي وه او ښایې چین لا هم په دی اړوند اندېښنه ولري.
د تأمل وړ ټکی دا دی چې د افغانستان د واخان سیمې له لارې مرکزي آسیا ته لار موندل، د پاکستان یو ستراتېژیک هدف وه او ده. په دی اړوند، په ۲۰۱۳ کې چې کله د تاجکستان، افغانستان او پاکستان تر منځ پر ترانزیټ درې اړخیز مذاکرات بندبست سره مخ شول، د پاکستان وړاندیز دا وه چې کولای شي د واخان دهلېز تر ټولو باریکه ساحه کې تونل ووهي او تاجکستان سره د ترانزیټ لاره پرانیزي. خو هغه مهال افغانستان شدید مخالفت وکړ او تاجکستان هم غالبآ شین چراغ ونه ښود.
مطلب دا چې د واخان کریډور به د افغانستان او سیمې د سوداګریزې راکړې ورکړې او ترانزیت لپاره یو لوی فرصت وي، خو که د واخان د کومې نرۍ ساحې له لارې، پاکستان په هره وسیله او پلمه، ځان ته د مرکزي آسیا سره د وصل لاره پرانیزي، دا کار به د سیمه ایز اتصال په برخه کې د افغانستان هغه موقعیت او حیثیت ته قوي ضربه ورسوي چې د یوه «ځمکني پل» په توګه یې لري او له بل پلوه به دا کار، په هېواد کې د امنیت او ثبات لپاره کومه ګټه ونه لري، بلکه لا به یې له ننګونو سره مخ کړي.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

