د ترکیې په استانبول کې د افغان او پاکستاني پلاوي خبرې که څه هم د څرګندو پایلو پرته ختمې شوې، خو په دغه خبرو کې دواړو لورو لنډمهالی اوربند منلی و.
خو تیره شپه دغه اوربند د پاکستان د هوايي بریدونو له امله مات شو.
دغه بریدونه چې په خوست، پکتیکا او کونړ کې شوي، د ۹ ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه پکې شهیدان شوي او څلور نور ټپیان دي.
بل لورته یو شمېر نړیوال بنسټونه وایي، چې د دې ډول اقداماتو دوام نه یوازې خبرې اغېزمنوي، بلکې د تاوتریخوالي د زیاتېدو خطر هم لوړوي.
د پاکستان دغې چارې د ګڼو خلکو توند غبرګونونه راپارولي.

