جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانفضل محمود فضلي:هغه کړۍ چې د ښه او بد په نوم د...

فضل محمود فضلي:هغه کړۍ چې د ښه او بد په نوم د پاکستان یرغل توجیه کوي، د ملي ګټو خلاف عمل کوي

د چارو ادارې پخواني رییس، فضل محمود فضلي په تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغانستان ریښتینی ملي دریځ هغه دی چې د پاکستان د هر ډول تېري روښانه او بې‌استثنا غندنه وکړي.

ښاغلي فضلي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، هغه کړۍ چې د ښه او بد په نوم د پاکستان یرغلونه توجیه کوي، د ملي ګټو خلاف عمل کوي

د هغه په وینا، پاکستان له خپل جوړېدو راهیسې په افغانستان کې نیابتي جګړې او افراطیت صادر کړي چې پایله یې د افغانانو ورور وژنه او د دولتونو کمزوري کېدل دي.

هغه ټینګار کړی چې د هر سیاسي بدلون لپاره باید د پاکستان د ټولو تېرو مداخلو ښکاره غندنه وشي، ځکه همدا ثبات لرونکی او اصولي دریځ د وطن‌پرستۍ اصلي معیار دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here