د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د متحده عربي اماراتو نوي سفیر سيف محمد الکتبي نن په کابل کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ته خپل د باور لیک کاپي سپارلې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، متقي د نوي سفیر هرکلی کړی او د هغه د بریالي ماموریت هیله یې څرګنده کړې ده.
هغه ویلي چې د افغانستان او اماراتو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو د پراخولو لپاره مناسب فرصتونه شته او باید په اغېزمنه توګه ترې ګټه واخيستل شي.
متقي له اماراتو سره د سوداګریزو اړیکو لا پراخېدل مهم بللي او ټینګار یې کړی چې افغانانو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې باید زیاتې شي.
نوي سفیر سيف محمد الکتبي د دواړو هېوادونو اړیکې تاریخي بللې او ژمنه یې کړې چې د تجارت او ټرانزیټ په برخه کې به پر نوو ګډو پروژو کار وکړي.
هغه همداراز ویلي چې افغان سوداګرو ته د اماراتو د ویزو په آسانه کولو کې به لازمې هڅې ترسره کړي.

