جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:د ډبرو سکرو صادرات به د پاکستان پر ځای اوزبیکستان...

د طالبانو حکومت:د ډبرو سکرو صادرات به د پاکستان پر ځای اوزبیکستان ته کېږي

د طالبانو حکومت په بلخ کې د اوزبیکستان له چارواکو سره د نوو سوداګریزو موافقو اعلان کړی دی.

د بلخ د طالبانو د والي ویاند حاجي زید وایي چې له دې وروسته د افغانستان د ډبرو سکاره د پاکستان پر ځای اوزبیکستان ته صادرېږي.

هغه زیاتوي چې اوزبیکستان به هم افغانستان ته خپل سمنټ او باکیفیت درمل لېږي.

د یادونې ده چې د پاکستان له خوا د پولو تړل کېدو او سوداګریزو محدودیتونو د طالبانو حکومت دې ته هڅولی چې له ایران او اوزبیکستان سره سوداګریز تعاملات پراخ کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here