جمعه, مارچ 20, 2026
Homeافغانستانعبدالمتین قانع:په ارزګان کې د وسلو او مهماتو لویه زیرمه کشف شوې

عبدالمتین قانع:په ارزګان کې د وسلو او مهماتو لویه زیرمه کشف شوې

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یو هدفمند او کشفي عملیاتو پر مهال د وسلو او مهماتو یوه ستره زیرمه کشف او ترلاسه شوې ده.

ښاغلي قانع ویلي، له دې زېرمې څخه ۲۱ زره فیره د کلاشینکوف او پیکا مرمۍ، ۲۰۰ فیره د دهشکې مرمۍ، ۳۰۰ فیره د راکټ‌ انداز مرمۍ او څو کړۍ لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.

د نوموړي په وینا، د قضیې په تړاو درې تنه نیول شوي او له هغوی سره څېړنې روانې دي.

قانع زیاتوي چې امنیتي ځواکونه به د وسلو د غیرقانوني ساتلو او پټولو پر وړاندې عملیاتو ته دوام ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here