د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتس ویلي، هغه کډوال چې په خپلو هېوادونو کې د سیاسي یا مذهبي لاملونو له امله ځورول کېږي، په جرمني کې د پاتې کېدو حق لري؛ خو هغه کسان چې د جګړو له امله لنډمهاله پناه اخلي، باید د جګړې له پای وروسته خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
مرتس د واکمنو متحدو ګوندونو د ټولنیزو سیاستوالو په غونډه کې وویل چې له سوریایي چارواکو سره به د لارو چارو په لټون کې خبرې وکړي، څو مهاجر د جګړې تر ختمېدو وروسته د هېواد د بیا رغونې لپاره بېرته تګ ته وهڅول شي.
هغه زیاته کړې چې ډېری مهاجر په جرمني کې ښه ادغام شوي، په بېلابېلو مسلکونو کې کار کوي او حتی ډاکټران شوي دي.
د هغه په وینا، حکومت غواړي هغو کډوالو ته د پاتې کېدو اجازه ورکړي چې ادغام شوي وي او د خپلې کورنۍ ژوند پرمخ وړلی شي.

