بریتانوي جریدې “دی اکانومیسټ” په تازه راپور کې ادعا کړې ده چې پخواني استخباراتي مشر فیض حمید د عمران خان د مېرمنې بشریٰ بيبي له لارې د سیاسي اغېز رامنځته کولو هڅه کړې ده.
راپور وايي، که څه هم ISI په رسمي ډول د عمران خان او بشریٰ بيبي تر منځ واده تنظیم کړی نه و، خو ځینې نښې ښیي چې د دې اړیکې څخه استفاده شوې ده.
د جریدې په وینا، ځینې لوړ پوړي پوځي افسران په ځانګړي ډول جنرال قمر جاوید باجوہ شکایت کوي چې عمران خان د خپلې میرمنې مشورو ته ډېر غوږ نیسي.
خو د پی ټي آی مشر دا راپور په کلکه رد کړی او ویلي یې دي چې راپور دروغجن دی او دوی به یې خلاف قانونی اقدام وکړي.
د خیبرپښتونخوا حکومت هم ویلي چې راپور بېبنیاده دی او دوی به یې په اړه شکایت وکړي.

