د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فندرلاین ویلي، که روسي جنګي الوتکې د ناتو د غړو هېوادونو هوايي حریم ته ننوځي، د هغوی وېشتل احتمالي اقدام دی.
هغې CNN سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې له خپل قلمرو به دفاع وکړي او که روسي الوتکې د خبرداري وروسته هم حریم ته ننوځي، وېشتل به یې د دفاعي اقدام په توګه لازمي شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې له اوکرایني ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په کتنه کې ویلي، ناټو باید د روسي الوتکو د هر ډول سرغړونې پر وړاندې کلک ځواب ورکړي.