په افغانستان کې د ټرافیکي پېښو او مرګ ژوبلې کچه په وروستیو شپږو میاشتو کې په بې ساري ډول لوړه شوې ده.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو ریاست سرچینې وايي، په دې موده کې د ټرافیکي پېښو له امله تر ۱۲۰۰ زیات کسان مړه شوي، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
یوازې د اګسټ میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې په لسو پېښو کې تر ۲۰۰ زیات کسان مړه او نږدې ۱۵۰ نور ټپیان شوي، چې پکې د هرات مرګونې پېښه هم شامله وه چې شاوخوا ۸۰ کسان پکې مړه شول.
د لارو خرابوالی، د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، د ټرافیکي اشارو نشتوالی، د نشهیي توکو کارول او د جدي څار نشتوالی د دغو پېښو مهم لاملونه بلل کېږي.

