د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي چې د ایران د رژیم اړوند ملېشې او د حزبالله ځواکونه یې له سوریې ایستلي دي.
هغه ټینګار کړی چې نړۍ د سوریې په قضیه کې پخوا پاتې راغلې؛ خو اوس کولی شي د مرستو لپاره لاس ور وغځوي.
الشرع زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په تړاو مهم ګامونه اخیستي او دی به ورسره د لیدنې پر مهال د واشنګټن او دمشق د اړیکو په اړه خبرې وکړي.
له دې وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي وو چې له سوریې سره روانې خبرې اترې د پرمختګ په حال کې دي او ښايي د لبنان ترڅنګ له سوریې سره هم د سولې تړون ته لاره هواره کړي.
الشرع دوه ورځې وړاندې اعلان کړی و چې له اسراییلو سره روانې امنیتي خبرې ښايي په نږدې راتلونکو ورځو کې یوې هوکړې ته ورسېږي.

