د خیبر پښتونخوا سیمهییزو سرچینو ویلي، چې د پاکستان جنګي الوتکو تېر ماښام د خیبر ولسوالۍ تیراه سیمه بمبار کړې ده، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
سرچینې وایي، الوتکو د ولسي خلکو کورونه په نښه کړي دي.
د ځایي اوسېدونکو په وینا، لا هم د ژغورنې ډلې د مړو د جسدونو د را ایستلو هڅې کوي او ګڼ کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.
پاکستاني چارواکو او پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

