د غزې د روغتیا وزارت وایي، د اسراییلي ځواکونو د یکشنبې د بریدونو پر مهال نږدې ۴۰ فلسطینیان وژل شوي، چې پکې یوه حامله ښځه او د هغې دوه ماشومان هم شامل دي.
ځایي سرچینو د اسراییلي ټانکونو د تیلالهوا سیمې پر لور د پرمختګ خبر ورکړی دی.
بل لورته اسراییلي پوځ د ملکي مرګونو په اړه تبصره نه ده کړې، خو ویلي یې دي چې ګڼ وسله وال یې له منځه وړي.

