د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د فایننشیل ټایمز د یو راپور د ادعا په غبرګون کې چې ګواکې د وزارت ویاند عبدالمتین قانع له بېلابېلو هېوادونو سره د دفاعي او استخباراتي اړیکو په اړه خبرې کړې دي، دغه راپورونه بېبنسټه او ناسم وبلل.
یاد وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې ښاغلي قانع هېڅکله داسې څرګندونې نهدي کړي او د «اسلامي امارت» رسمي سرچینو هم دغه راز خبرونه خپاره کړي نهدي.
دغه وزارت دا اقدام د طالبانو حکومت پر ضد د تبلیغاتي کمپاین یوه برخه بللې او موخهیې د خلکو ذهنیت ته زیان رسول، د باور کمزورتیا او د هېواد سیاسي خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستل ښودل شوي دي.
عبدالمتین قانع ویلي، چې رسنۍ دې مسلکي او اخلاقي معیارونه مراعات کړي او د جعلي، مغرضانه او بېثباته خبرونو خپرولو څخه دې ډډه وکړي.
هغه ویلي، چې د دې ډول تبلیغاتو سره د «اسلامي امارت» هوډ کمزوری کېدای نه شي او دا ډول هڅې به هېڅ اغېزه ونه کړي.

