د جاپان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د افغانستان د ختیځ زلزلهځپلو سره د یو میلیون ډالرو مرسته کوي.
یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې سربېره پر دې، د “جاپان پلاتفورم” په نوم بنسټ هم څه باندې ۱.۳۳ میلیونه ډالر د زلزلهځپلو لپاره ځانګړي کړي دي.
د جاپان حکومت وایي، د دوی مرسته به د خوراکي توکو او روغتیایي خدمتونو په برخه کې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) او د صلیب سرخ او هلال احمر نړیوال فدراسیون له لارې ولګول شي.
د دغو مرستو موخه د هغو کورنیو لاسنیوی دی چې د ختیځ زلزلو له امله زیانمنې شوې دي.

