د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي چې د پاکستان د لوړپوړو چارواکو وروستۍ څرګندونې د کابل او اسلاماباد د اعتماد جوړونې بهیر زیانمنوي.
مجاهد ټینګار کړی چې د ټيټيپي او پاکستان د پوځ جګړه نوې موضوع نه ده، له ۲۰۰۳ کال راهیسې روانه ده او دا د پاکستان داخلي ستونزه ده؛ نو باید د دواړو هېوادونو اړیکو ته زیان ونه رسوي.
بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان بیا ویلي، د افغانستان دننه د وسلهوالو پناهځایونه د دواړو هېوادونو د اړیکو اصلي خنډ دی او د دې موضوع په اړه سیاسي پیغام د ډیپلوماټیکو لارو طالبانو ته رسېدلی دی.
دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له طالبانو غوښتي و، یا دې له اسلاماباد سره ودرېږي او یا له تحریک طالبان پاکستان یا ټيټيپي سره.

