د امریکا د تروریزم ضد ملي مرکز د القاعده د ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې هوښیار واوسي.
دغه مرکز ویلي، القاعده په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې ګواښ پېښوي چې امریکا په کې پوځي حضور لري.
چارواکو ته سپارښتنه شوې چې د سفر جزییات او مهالوېش عام نه کړي او د پېژند نښو له وړلو ډډه وکړي.
دې خبرداري کې د ورزشي او موسیقيزو غونډو په څېر د ګڼې ګوڼې ځایونه هم د احتمالي هدفونو په توګه یاد شوي دي.

