د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو څلور سرتېري د واشنګټن ایالت کې د بلیکهاک هیلیکوپتر د سقوط له امله وژل شوي دي.
دا پېښه د سپټمبر پر ۱۸مه نېټه د لویس–مککورد ګډې پوځي اډې ته نږدې په یوه سختلاره سیمه کې رامنځته شوې.
د پوځ قومندان جنرال جاناتان براګا ویلي، یاد سرتېري د امریکا د ځانګړو ځواکونو د لوړو ارزښتونو استازي وو او د هغوی قرباني به هېڅکله هیره نه شي.
چارواکي وایي د سیمې د ګڼو ونو او د اور لګېدنې له امله د پېښې ځای ته د رسېدو هڅې ستونزمنې دي او د مړو د لټون عملیات روان دي.

