سيانان ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېرو میاشتو کې په پټه د ملي امنیتي چارواکو څخه غوښتي چې د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو لارې چارې ولټوي.
راپور کې راغلي چې د دغې موضوع په تړاو خبرې اترې لږ تر لږه د مارچ له میاشتې راهیسې روانې دي.
د سيانان په خبره، ټرمپ باور لري چې بګرام د څو دلیلونو له مخې ستراتیژیک اهمیت لري چې د چین څارنه، د افغانستان د نادره منرالونو لاسرسی، د داعش پر ضد د عملیاتو د مرکز جوړول او ښایي د یوه دیپلوماتیک مرکز بیا پرانیستل پکې شامل دي.

