دوشنبه, مارچ 30, 2026
Homeافغانستانبلخ؛د طالبانو حکومت تایید کړې چې د شیخ هبت‌الله په امر د...

بلخ؛د طالبانو حکومت تایید کړې چې د شیخ هبت‌الله په امر د نوري فایبر انټرنېټ کارول بند شوي

د بلخ د طالبانو د والي ویاند حاجي زید تایید کړې چې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله په امر په دغه ولایت کې د نوري فایبر انټرنېټ کارول بند شوي دي.

هغه ویلي، دا اقدام د «منکراتو» د مخنیوي لپاره شوی او د بدیل د موندلو هڅې روانې دي.

د مزارشریف اوسېدونکي وايي چې د افغان ټلیکام او نورو شرکتونو کیبلي انټرنېټ پرې شوی او یوازې د موبایل شبکو انټرنېټ فعال دی.

دوی زیاتوي، دغه بندیز په دولتي خدمتونو، بانکونو، انلاین زده‌کړو او سوداګرۍ کې ګډوډي رامنځته کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here