د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د عربي او اسلامي هېوادونو د سرمشریزې د ګډون لپاره دوحې ته روان شوی او هیله یې څرګنده کړې چې اسلامي هېوادونه د اسراییلو پر ضد یو ګډ دریځ ته سره ورسېږي.
هغه د تهران په هوايي ډګر کې له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، تمه لري چې په دې ناسته کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ واقعي یووالی رامنځته شي.
پزشکيان په خپلو خبرو کې اسراییل په کلکه غندلي او ویلي چې دا رژیم د امریکا په بشپړ ملاتړ هر څه ترسره کوي، چې د سیمې امنیت او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.
یاده سرمشریزه په داسې حال کې جوړېږي چې د اسراییلو وروستي بریدونه، په ځانګړي ډول پر دوحه هوايي حملې، سیمهییزې او نړیوالې اندېښنې راپارولي دي.