چهارشنبه, مې 20, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛په بنو کې هوايي برید کې یو ښوونځی په نښه شوی

خیبر پښتونخوا؛په بنو کې هوايي برید کې یو ښوونځی په نښه شوی

ځايي سرچینو راپور ورکړی چې د خېبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ په بکه خېل سیمه کې د نن سهار شاوخوا څلور بجې هوايي برید شوی دی.

د راپورونو له مخې، په برید کې د نرمې‌خېل په سیمه کې یوه ښوونځی او د پخواني وزیر یوه حجره په نښه شوې ده.

سرچینې وایي، د پېښې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړي او د طالبانو د یو قومندان صدیق‌الله ګربز اړوند کسان په دغه ځای کې موجود وو.

تر اوسه نه کومو چارواکو د برید پخلی کړی او نه یې هم رد کړی دی، او د تلفاتو په اړه کره معلومات نشته.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here