د فرانسې نوی لومړی وزیر سباستین لوکورنو ویلي، د هېواد د مالي ثبات د خوندي کولو لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ۲۰۲۶ کال بودجه به د سیاسي مخالفینو په همکارۍ د تصویب لپاره وړاندې کړي.
لوکورنو د خپل مخکېني سلف هغه طرحه هم بېرته واخیسته چې له مخې یې د دوو رسمي رخصتیو د کمولو پلان مطرح شوی و.
نوموړي زیاته کړې چې دا بدلون د بودجوي کسر د راکمولو او د سیاسي بېثباتۍ د مخنیوي په هدف ترسره کېږي.

