پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهرویټرز:ډونالډ ټرمپ قطر کې د اسرائیل د برید وروسته د دغه هېواد...

رویټرز:ډونالډ ټرمپ قطر کې د اسرائیل د برید وروسته د دغه هېواد له لومړي وزیر سره لیدلي

رویټرز ته د سپینې ماڼۍ یوې سرچینې ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل د وروستي برید څو ورځې وروسته د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په نیویارک کې د ماښام ډوډۍ خوړلې ده.

دغه برید چې د دوحې په ښار کې د حماس د مشرانو د ترور هڅه وه، د امریکا تر ملاتړ لاندې د غزې د اوربند هڅې له خطر سره مخ کړې.

سرچینې ویلي، ټرمپ په ټیلیفوني اړیکه کې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره خپله ناخوښي څرګنده کړې او قطري لوري ته یې ډاډ ورکړی چې دا ډول بریدونه به نه تکرارېږي.

د غونډې پر مهال دواړو لورو د قطر د منځګړیتوب رول او امنیتي همکارۍ په اړه خبرې کړې.

ټرمپ د اسرائیل برید “یو اړخیز اقدام” بللی او ویلي چې دغه برید د امریکا او اسرائیل په ګټه نه دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here