امریکا د فیلیپین په ملاتړ د چین د هغو پلانونو مخالفت کړی چې غواړي د سکاربرو ریف سیمه د “ملي طبیعي زیرمې” په توګه اعلان کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، دا د چین له لوري د فشار راوړلو او د خپلو پراخو سمندري ادعاوو د پرمخ وړلو هڅه ده، چې د سیمې د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو پر زیان تمامېږي.
روبیو ټینګار کړی چې د چین دغه اقدام د فیلیپین د ماهیګیرو د دودیزو حقونو پر وړاندې غیرقانوني مداخله ده.
هغه له بیجنګ څخه غوښتي چې د ۲۰۱۶ کال د نړیوال حکم پرېکړې ته درناوی وکړي، کومه چې څرګندوي چین په غیرقانوني توګه د فیلیپین د ماهیګیرو پر فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي.
سکاربرو ریف د فیلیپین په ځانګړې اقتصادي ساحه کې پروت دی، خو له ۲۰۱۲ کال راهیسې د چین تر عملي کنټرول لاندې دی.

