د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني وايي، چې د اسراییلو د تېري پر وړاندې باید ګډ او ټولیز غبرګون وښودل شي، څو د اسراییلو زورواکي او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.
په همدې مهال د قطر رسنیو د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییلو له خوا پر دوحه د بریدونو وروسته، نړیوال اقدام د اسراییلي تېري د مخنیوي لپاره اړین دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اسراییلو د قطر پلازمېنه دوحه په نښه کړه.

