پنجشنبه, مارچ 19, 2026
Homeکورپاڼهنریندرا مودي:هند د قطر د خپلواکۍ او حاکمیت پر وړاندې د اسراییلو...

نریندرا مودي:هند د قطر د خپلواکۍ او حاکمیت پر وړاندې د اسراییلو د تېري غندنه کوي

د هند لومړي وزیر نریندا مودي د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی سره په ټیلیفوني خبرو کې پر دوحې د وروستیو بریدونو ژوره اندېښنه ښودلې.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، هند د ورور هېواد قطر د خپلواکۍ او حاکمیت د سرغړونې پر وړاندې کلکه غندنه کوي.

مودي ټینګار کړی چې هند د ټولو مسایلو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ او خبرو د لارې ملاتړ کوي او د کړکېچ د پراخېدو مخنیوی غواړي.

هغه ویلي هند په ځانګړې توګه د قطر سره د ورورلۍ اړیکو درناوی کوي او د سیمې د امنیت او سولې د ټینګښت لپاره هر اړخیز ملاتړ وړاندې کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here