د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي په قطر کې د حماس په دفتر برید د امریکا له موافقې پرته ناشونې دی.
ښاغلي حکمتیار ویلي که امریکا موافق نه وای نو څنګه یې په امریکایي پوځي اډې ایراني توغندي شنډ کړل؟
د حزب اسلامي امیر ویلي، واشنګټن نه یوازې دا برید ونه وغنده، بلکې ملاتړ یې وکړ.
حکمتیار زیاته کړه: «نه امریکایي اډې د قطر خپلواکي خوندي کړه، نه یې د فضایي حریم دفاع کړې، او نه یې د بهرني یرغل مخه نیولې ده.»
نوموړي پر عربي هېوادونو غږ کړی چې له امریکا سره خپلې اړیکې له سره وارزوي او په ګډه د امریکایي اډو ایستلو پرېکړه وکړي.

