د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارد بینیټ، ویلي، نړۍ باید افغانستان هیر نه کړي.
هغه د افغان میرمنو پر وړاندې د طالبانو د سخت دریځ او روان تبعیض او بشري حقونو نقض د اندېښنې وړ بللی.
بینیټ په ایکس پاڼه له نړۍ غوښتې چې د افغان میرمنو ترڅنګ ودریږي.
هغه زیاته کړې، افغان ښځو برخه او غږ په سیاست، زده کړو او ټولنه کې د دې هېواد د راتلونکي جوړښت لپاره حیاتي اهمیت لري.
بینیټ په نړیواله ټولنه غږ کړی چې افغانستان لا هم د پرمختګ فرصتونه لري، خو د ښځو د حقونو پر وړاندې روان محدودیتونه باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي ترڅو دغه هیواد د روان بحران څخه وژغورل شي.

