سه شنبه, مارچ 31, 2026
Homeافغانستانخالد حنفي:زمونږ د حکومت وزیر له یو عادي وګړي سره برابر دی

خالد حنفي:زمونږ د حکومت وزیر له یو عادي وګړي سره برابر دی

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزیر خالد حنفي وایي، د الله په قانون کې قوم، ژبه او رنګ هېڅ ارزښت نه‌لري، او یوازینی معیار تقوا ده.

هغه دا څرګندونې په کابل کې د سیرت‌النبي یوې غونډې ته کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي نظام کې یو وزیر او یو عادي وګړی برابر دي، او باید له هر ډول تبعیض ډډه وشي.

خو منتقدین وايي، د طالبانو حکومت خپله پر نورو افغانانو برلاسي عملي کوي، یوازې خپلو غړو ته امتیازات ورکوي، او نور خلک له سیاسي، مدني او ټولنیزو حقونو محروم ساتي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here