د روسيې د بېړنيو حالاتو وزارت خبر ورکړی چې نن يې د افغانستان ختيځ کې زلزله ځپليو ته ۲۰ ټنه نوره بشري مرسته هم استولې ده.
ياد وزارت ليکلي، دغه مرسته د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمير پوتين په حکم استول شوې چې پکې خوراکي توکي شامل دي.
د دغه هېواد د بشري مرستو لومړۍ جوپه چې ۲۰ ټنه بشري مرستې يې لرلې، د روانې سنبلې مياشتې په ۱۴مه نېټه کابل ته را رسېدلې وه.

