د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی چې هر هغه بهرني ځواکونه چې اوکراین ته واستول شي، د مسکو لهخوا به د “قانوني هدف” په توګه په نښه شي.
پوتین دا څرګندونې د ختیځ اقتصادي فورم په غونډه کې څو ساعته وروسته له هغې وکړې چې اروپايي مشرانو د احتمالي سولهساتو ځواکونو د استولو خبره بیا تازه کړه.
هغه وویل، اوس چې جګړه روانه ده، د بهرنیو ځواکونو حضور به د روسیې له نظره د زغملو وړ نه وي.
پوتین د سولې له احتمالي تړون وروسته د سولهساتو ځای پر ځای کول هم رد کړل او ټینګار یې وکړ چې د امنیت تضمینونه باید د مسکو او کییف دواړو لپاره برابر شي.

