د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر یعقوب مجاهد وروستۍ څرګندونې «طنز» وبللې.
مولوي یعقوب مخکې ویلي وو چې د پاکستان امنیتي ادارې د ټيټيپي او نورو ډلو د فعالیتونو په مخنیوي کې ناکامې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې اصلي ستونزه د دغو ډلو خوندي پټنځایونه په افغانستان کې دي.
شفقت علي خان زیاته کړې چې دا موضوع د دواړو هېوادونو په اړیکو کې لوی خنډ دی او طالبانو ته پکار ده جدي پام ورته وکړي.
د طالبانو حکومت بیا ویلي چې د افغانستان له خاورې هېڅ ګاونډی ته ګواښ نه متوجه کېږي.

