سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی چې د پاکستان پوځ جنګي الوتکو د کونړ ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ د ډیورند کرښې څنګ ته هوایي بریدونه کړي دي.
د راپورونو له مخې، دا بریدونه د جمعې په ورځ د ماسپښین درې بجې ترسره شوي.
پاکستان ادعا کوي چې برید د تحریک طالبان پاکستان پر پټنځای شوی؛ خو د هدف او احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات نه دي خپاره شوي.
د طالبانو حکومت ځایي چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

