په کابل کې د چین د سفارت سرپرست باو شوهوی د طالبانو حکومت د سرې میاشتې ټولنې مشر شهابالدین دلاور ته د چین د سره صلیب له لوري د ختیځ د زلزلهځپلو لپاره ۲۰۰ زره ډالره بیړنۍ مرسته سپارلې ده.
شوهوی ویلي، د چین حکومت به ډېر ژر د زلزلهځپلو د ملاتړ په موخه ۵۰ میلیونه یوانه (شاوخوا ۷ میلیونه ډالر) نورې مرستې هم افغانستان ته واستوي.
شهاب الدین دلاور د چین د مرستو او همکارۍ مننه کړې ده.

