د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې (سيټيډي) ويلي، په تېرو اتو مياشتو کې په خېبرپښتونخوا کې ۶۰۵ ترهګریزې پېښې شوې چې له امله يې ۱۳۸ ملکيان او ۷۹ پوليس وژل شوي دي.
راپور ښيي چې په دې پېښو کې ۳۵۲ ملکيان او ۱۳۰ پوليس ټپيان شوي، ۳۵۱ کسان د شکمنو په توګه نومول شوي او له هغو څخه ۳۲ وژل شوي او ۵ نور نيول شوي دي.
يوازې په تېر اګست کې ۱۲۹ بريدونه ثبت شوي چې ډېری يې په بنو، شمالي او سوېلي وزيرستان کې ترسره شوي دي.
د یادونې ده چې خېبرپښتونخوا له کلونو راهيسې د پاکستاني پوځ او د تحريک طالبان پاکستان د جګړو اصلي ډګر بلل کېږي، چې ملکي وګړي يې ستر قربانيان دي.

