تېره ورځ د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ په يو کور کې د خيرات ډوډۍ پر مهال لږ تر لږه ۱۳۰ تنه مسموم شوي دي.
تر پېښې وروسته روغتيايي ټيمونه سيمې ته رسېدلي او ناروغانو ته يې لومړنۍ درملنه کړې ده.
د ټولو ناروغانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
سيمهييز طالب چارواکي وايي، د پېښې د دقيق لامل د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

