د پاکستان په سوات کې پاکستاني طالبانو د ځانګړو ځواکونو د چاپې هڅه شنډه کړې ده.
د سرچینو په وینا، د ټيټيپي وسله والو او پوځیانو په نښته کې څلور پوځیان وژل شوي، درې نور ټپیان دي او درې تنه ژوندي ټيټيپي نیولي دي.
ټيټيپي د وژل شویو پوځیانو وسلې هم تر لاسه کړي او وایي، د پاکستاني ځواکونو د تېښتې هڅې روانې دي.

