جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛کرک کې پر پولیسو برید کې د تاڼې د مشر په...

خیبر پښتونخوا؛کرک کې پر پولیسو برید کې د تاڼې د مشر په ګډون درې سرتېري وژل شوي

د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ په بنده داؤد شاه سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر ګزمې ډزې شوې دي.

د رسمي سرچینو په وینا، په دې ډزو کې درې پولیس وژل شوي چې پکې د یو تاڼې مشر (SHO) هم شامل دی.

ویل شوي چې د ګزمې دا ډله د یوې غلا د پېښې د پلټنې په هڅه کې وه.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې سوات کې هم د پوځیانو او ټي‌ټي‌پي ترمنځ جګړه کې څلور پوځیان وژل شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here