پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه وایي، چې د طالبانو حکومت تر واکمنېدو څلور کاله وروسته پاکستاني چارواکي مني چې د دوی لومړنۍ هیلې عملي نه شوې او پر افغانستان د هند نفوذ هم کم نه شو.
د راپور له مخې، له طالبانو سره د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ډله بېرته پیاوړې شوې او وسلو او مالي سرچینو ته په لاسرسي سره یې بریدونه زیات کړي دي.
اېکسپرېس تریبیون همداراز ویلي، چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو فعالیتونه هم پراخ شوي دي.
یاده ورځپاڼه وایي، پاکستان هڅه کړې چې طالبان د ټيټيپي پر ضد اقدام ته اړ کړي؛ خو بریالی شوی نه دی.
دغه ورځپاڼه وايي، طالبان نه یوازې دغو ډلو ته پناه ورکوي، بلکې مالي او وسلهوال ملاتړ یې هم کوي.
په راپور کې زیاته شوې چې طالبانو له هند سره پراخې اړیکې ټینګې کړي او د پوځي تجهیزاتو او روزنې لپاره یې نوي ډیلي ته مخه کړې ده.

