جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهبلوچستان؛په کویټه کې ځانمرګي برید ۱۷ تنه وژلي او لسګونه یې ټپیان...

بلوچستان؛په کویټه کې ځانمرګي برید ۱۷ تنه وژلي او لسګونه یې ټپیان کړي

د بلوچستان په مرکز کویټه ښار کې د شاواني لوبغالي ته څېرمه ځانمرګي برید شوی چې له امله یې ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

برید هغه مهال ترسره شو چې د بلوڅ مشر عطاالله منګل د مړینې د کلیزې مراسم روان وو.

د معلوماتو له مخې، په دغه مراسمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د بلوڅ ملي ګوند مشر اختر منګل هم ګډون درلود؛ خو دواړه له پېښې روغ وتلي.

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here